CRI Online

د امريکا د سوداګرۍ وزير: د سوداګرۍ له نړيوال سازمان څخه د امريکا پر وتلو بحثونه لا وختي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-03 11:09:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د سوداګرۍ وزير ويلبور روس د روانې مياشتې په دوهمه نېټه وويل چې که څه هم امريکا دا نظر لري چې بايد د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې اصلاحات رامنځته شي، خو اوس له دې سازمان څخه د امريکا پر وتلو بحثونه لا وختي دي.

نوموړي په همدې ورځ د امريکايې مشتريانو د مطبوعاتي او سوداګريز چينل يعنې(CNBC) له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې امريکا څرګند کړی و چې ياد سازمان ځينو اصلاحاتو ته اړتيا لري ، خو امريکا به د دوی اصلاحاتو نتيجې ته انتظار وکړي.

له دې نه مخکې د امريکا دAxios په نوم خبري اژانس خبر ور کړ چې سپينې ماڼۍ يوه مسوده جوړه کړې چې له مخې به يې د ډونالډ ټرمپ حکومت ته اجازه ور کړي چې د دې سازمان اصول له پامه وغورځوي او د ملي کانګرس له موافقې پرته د نورو هېوادونو په مقابل کې ګمرکي ماليات زيات کړي چې له امله يې له دې سازمان څخه د امريکا د وتلو ګومان رامنځته شوی دی. خو د سپينې ماڼۍ وياندپه دې هکله وويل چې د ډونالډ ټرمپ حکومت پلان نه لري چې په دې برخه کې د اړوند قانون د جوړولو لپاره هڅه وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای