د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پرون د جولای په دوهمه نېټه اعلان وکړ چې د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو به د روانې مياشتې له پنځمې نيټې څخه تر اوومې نيټې پورې يو ځل بيا د کوريا له ديموکراتيک ولسي جمهوريت څخه ليدنه وکړي.
د ياد وزارت وياند هاسر نورټ په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې وويل چې پومپيو به د ديموکراتيکې کوريا له استازو سره د ملاقات لپاره پينګ يونګ ته لاړ شي او هلته به ور سره سلا مشوره وکړي او د امريکا او ديموکراتيکې کوريا د مشرانو ترمنځ د سينګاپور په ملاقات کې شوې لاسته راوړنې به پلې کړي .
په دې اعلاميه کې راغلي چې پومپيو به تر دې ليدنې وروسته جاپان، ويتنام او عربي متحده اماراتو ته سفرونه وکړي او ور پسې بروکسيل ته لاړشي او د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ملګرتيا به د ناټو په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |