د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا سوداګريزې ټولنې د روانې مياشتې په دوهمه نېټه اخطار ور کړچې د امريکايي حکومت له خوا پر واردېدونکو توليداتو د ګمرکي مالياتو د زياتېدو او د امريکا په مقابل کې د نورو اقتصادي ډلو له خوا د غچ اخيستونکو تدبيرونو د نيول کېدو له امله به امريکايي تصدۍ او مشتريان زيانمن شي او د دې هېواد اقتصادي سمسورتيا ته به هم زيانونه ورسيږي.
يادې ټولنې په همدې ورځ د يو راپور په خپرولو سره وويل چې امريکا پر واردېدونکو فولادي او المونيومي توليداتو،چيني موټرونو او د موټر پرزو او نورو چيني توليداتو ګمرکي تعرفه زياته کړې چې له امله يې امريکا په سوداګريزې جګړې کې څنډې ته نژدې شوې ده.کاناډا، مکسيکو، اروپايي ټولنې او چين د متقابلو تدبيرونو د نيولو اعلانونه کړي دي.
د دې راپور له مخې تر روانې اوونۍ پورې به شاوخوا د پنځه اوياوو مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت صادرېدونکي امريکايي توليدات او د دې هېواد د بېلا بېلو ايالتونو صادرات د دغو متقابلو تدبيرونو د نيول کېدو تر اغيزې لاندې راشي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |