د افريقايي هېوادونو ټولنې ۳۱مه سرمشريزه غونډه د موريتانيا په پلازمينه نواکچوت کې پای ته ورسيده.برخه والو استازو د چين او افريقا ترمنځ د برخليک د لانژدې ګډې ټولنې د ابادۍ لوړه ارزونه وکړه.
د المغرب د بهرنيو چارو او د نړيوالې همکارۍ وزير ناصر بوريتا د دې ګډې ټولنې د ابادۍ پياوړتيا د اهميت د يادونې په ترڅ کې وويل چې اوس مهال ډېر افريقايي هېوادونه او چين د اقتصادي پرمختګ، امنيت او ثبات او اقليمي بدلون په شمول ډېرو برخو کې له ګډو ننګونو سره مخامخ دي ، نو بايد د سلا مشورو او همکارۍ له لارې له دغو ننګونو او ستونزو سره ګډه مقابله وکړي.له افريقا څخه د چين ملاتړ له بېلا بېلو ننګونو سره د دغو افريقايي هېوادونو د مقابلې توان د پياوړتيا لپاره ډېر مهم اهميت لري.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |