د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو ورځو کې د شانګهای همکارۍ سازمان د چينګ داو سرمشريزې غوندې په هکله وويل چې ياده غونډه په برياليتوب سره تر سره شوه ،د چين د شان دونګ ولايت په تېره بيا د چينګ داو ښار اړوندو څانګو د دې غونډې د برياليتوب لپاره ستر خدمتونه کړي او د خدمتي ضمانت کارونه يې په منظمه توګه تر سره کړي دي. له دغې غونډې څخه د چين په تېره بيا د شان دونګ او په دې برخه کې نړيواله سويه څرګنده شوې ده. زه په دې هکله له خورو ورو ځايي خلکو څخه مننه کوم.
هغه پر دې ټينګار وکړ چې د دغې غونډې د تر سره کېدو له امله د چينګ داو ښار او شان دونګ پرمختګ ته نوی فرصت برابر شوی دی.هيله لرم چې اړوندې څانګې له دې غونډې څخه ګټورې تجربې واخلي او د ښو کاري تجربو په شريکولو سره د دې غوندې اغيزه زياته کړي او د نوښت له لارې د بېلا بېلو کارونو د نوي پرمختګ لپاره هڅې وکړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |