CRI Online

د ليانګ جيا هه کلی (۴)

cri     (GMT+08:00) 2018-07-03 16:17:25

د ۱۹۷۴کال په جنورۍ مياشت کې د هوانګ تو په لوړه کې هوا ډېره سړه وه، د پسرلني اختر په راسېدو سره د ليانګ جيا هه کلي کليوال د پسرلني اختر د لمانځنې لپاره د شيانو په اخيستلو او چمتو کولو بوخت وو.

په همدې وخت کې شي جين پينګ د دې کلي د ګوندي فرعي څانګې مشر ټاکل شوی و، هغه غوښتل چې د دې کلي بڼه بدله کړي.

يوه ورځ شي جين پينګ د خلکو په ورځپاڼې کې یو خبر ولوست چې په سه چوان ولايت کې د مایع ګاز د جوړولو لپاره ډېرې هڅې شوې دي، هغه فکر وکړ چې که په ليانګ جيا هه کلي کې هم د مايع ګازو په وسيله څراغ ولګیږي او ډوډۍ پرې پخه شي، نو دا به ډېر ښه کار وشي، خو ليانګ جيا هه کلی په شان شي ولايت کې پروت دی او له سه چوان ولايت څخه زر کيلومتره لرې دی، د دواړو ځايونو د هوا حالات هم ډېر توپیر لري، نو ایا مایع ګاز به په ليانګ جيا هه سيمه کې وکارول شي؟ شي جين پينګ ټینګ هوډ کړی و چې د دې کار د ترسره کولو لپاره ځواب پیدا کړي.

شي جين پينګ خپل نظر د ولسوالۍ چارواکو ته وړاندې کړ او تر منظورۍ وروسته له دوو همکارانو سره سه چوان ولايت ته ولاړ.

د سه چوان ولایت د مایع ګاز د خپروونکې ډلې مرستيال مشر يانګ چاو د شي جين پينګ ډلې تود هر کلی وکړ او دوی ته يې د ګاز د جوړولو په اړه مشخص مالومات ورکړل.

برسيره پر دې، د شي جين پينګ ډلې د سه چوان ولايت د مرکز چنګ دو د اطرافي سيمې په شمول ځينو ځايونو کې د مایع ګازو له څېړنيزو ادارو څخه ليدنې کتنې وکړې او د دوی تجربې یې زده کړې.

له سه چوان ولايت څخه ليانګ جيا هه کلي ته تر بېرته ستنېدو وروسته، شي جين پينګ پرېکړه وکړه چې په خپل کلي کې مايع ګاز توليد کړي.

د نوموړي دغه بهير له ډېرو ستونزو سره مخ و، ځکه لومړۍ ستونزه دا وه چې د ګازو ازمويښتي ذخېره چېرته جوړه کړي؟ ځکه د کليوالو کورونه او چار چاپېر انګړونه له خاورو جوړ شوي وو، نو د ګاز د ذخېرې لپاره مناسب نه وو، په کلي کې ټولې لارې خامې وې، یوازې د خلکو د تګ راتګ لپاره وې، پر دغو لارو د اومو توکو لیږل هم ډېر ګران کار و او د دې ذخیرې سرپوښ په کلي کې نه پيدا کېده.

شي جين پينګ په ټینګ هوډ او عملي کوښښونو دغه ستونزې حل کړې.

ډبرې نه پیدا کېدې، هغه له څو کسانو سره ځمکه وکېندله او تر یو متر خاورو لرې کولو وروسته یې ډبرې پيدا کړې، په دغه سیمه کې شګې او ریګ هم نه وو، نو هغه له څو ځوانانو سره د چيان ما ګو څخه شګې او ریګ راوړل، چيان ما ګو له ليانګ جيا هه کلي څخه ۱۵ کيلومتره ليرې دی.

چونه هم نه وه، هغه د یو تجربه لرونکي استاذ تر لارښوونې لاندې يوه کوچنۍ فابريکه جوړه کړه او له اهکي ډبرو څخه یې چونه تولید کړه

نوموړي ټینګ هوډ درلود، چې مایع ګاز جوړ کړي، له مخالفو اوازونو سره سره تر وسې پورې یې کوښښونه او هڅې وکړې او د همدې کال په جولاۍ مياشت کې یې د مايع ګاز لومړۍ ذخیره جوړه کړه چې ظرفيت يې ۸ مکعب متره و. کله چې شي جين پينګ پايپ ځای پر ځای کړ، نو په تنور کې د ۳۳ سانتي مترو په جګوالي اور رامنځته شو، او کارونه یې بریالي شول!

په سیمه کې دغه خبر ډېر ژر خپور شو، د ګازو د جوړولو په اړه د کليوالو شوق لوړ شوی و. هغه مهال د يان چوان ولسوالۍ هم هوډ وکړ، چې په ۱۹۷۷ کال کې به په ټولې ولسوالۍ کې مايع ګاز جوړ کړي. د مايع ګاز د جوړولو په اړه بېلا بېل روزنيز ټولګي جوړ شول او شي جين پينګ د عمده لارښوونکي په توګه زده کوونکو ته اړوندې تکنالوژۍ ورزده کړې.

په عين وخت کې د مايع ګازو د ذخېرې د جوړولو په هکله نوي تخنيکونه هم رامنځته شوي وو.

په ليانګ جيا هه کلي کې ډبرې کمې دي، ځايي اوسېدونکو په نوښتي توګه له خاورو او ډبرو ذخېرې جوړولې، هغه مهال د هرې ذخېرې جوړولو لګښت له ۴۰ يوانو څخه شاوخوا۳۰ يوانو ته را ټيټ شوی و.

د ۱۹۷۵ کال په اګيست مياشت کې په ليانګ جيا هه کلي کې په یادې طرېقې سره د مايع ګازو ۳۴ ‌ذخېرې جوړې شوې او د ۴۳ کورنيو د ډوډۍ پخولو او څراغ لګولو مسلې یې حل کړې او په دې کلي کې په بنسټيزه توګه د ګازو توليدي چارې عملي شوې.

څه باندې ۳۰ کاله وروسته، شي جين پينګ چې د جه جيانګ ولايت د ګوندي کمېټې مشر و، له چون ان ولسوالۍ څخه د ليدنې کتنې په وخت کې د شيا جيانګ کلي د ګازو ذخېرې وکتلې، هغه د ټوکې په ډول وویل، چې زه د مايع ګاز مسلکي یم.

اوس په ليانګ جيا هه کلي کې برق کارول کېږي، خو د شي جين پينګ په مشرۍ جوړه شوې د مايع ګازو لومړۍ ذخېره د ېوې نښې لپاره پاتې شوې او تاریخ به یې یاد ساتي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای