CRI Online

د ليانګ جيا هه کلی (۵)

cri     (GMT+08:00) 2018-07-03 17:35:48

د ليانګ جيا هه کلی

څوارلس کلن وو هوی چې نرۍ او لنډه ونه يې درلوده او زاړې جامې يې په تن وې، د غار د دروازې په بهر کې ولاړ و، هغه تر شي جين پينګ يو کال کشر و او د ليانګ جيا هه کلي په منځني ښوونځي کې يې زده کړې کولې.

په ژمي کې به د غارونو دننه هوا ډېره سړه وه، لوستو ځوانانو به له وو هوی نه پوښتل چې تاسو د هوا د ګرمېدو لپاره د کټونو لاندې انګار کېښودلی شئ؟ وو هوي به ورته ويل، چې هو زه کولی شم.

وروسته وو هوي له لوستو ځوانانو سره اشنا شو او هميشه به د دوی غارونو ته ورتله .

لوستي ځوانان به د يان چوان په ځايي لهجې نه پوهيدل او وو هوی به د دوی لپاره ژباړه کوله.

د لوستو ځوانانو ګپ شپ او د دوی خبرو ته غوږ نيول د وو هوی ډېر خوښيدل، دغه راز د لوستو ځوانانو کتابونه به د ده لپاره ډېر جالب او جذاب وو.

ووهوی په لومړي ځل له شي جين پينګ څخه کتاب واخيست ، چې نوم يې و(( سل زره ولې)) دغه کتاب د وو هوی لپاره د بهرنۍ نړۍ د معلومولو کړکۍ خلاصه کړه، وو هوی دغه کتاب دومره ډېر خوښېده، چې په نيمه شپه کې به يې خوب نه کاوه، همدا کتاب به يې لوسته، وروسته وو هوی له شي جين پينګ نه څو نور کتابونه هم په امانت واخيستل .

وو هوي د شي جين پينګ تر اغېزې لاندې له ليک او لوست سره مينه پيدا شوه، او ټينګ هوډ يې وکړ، چې پوهنتون به لولي.

۱۹۷۳ کال کې وو هوی له شي جين پينګ سره يوځای د لوړو زده کړو لپاره په کانکور ازموينه کې ګډون وکړ او وو هوی د يان ان د ښوونې روزنې پوهنتون کې شامل شو. له پوهنتونه له فارغېدو وروسته يې په ځينو ښوونځيو کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړه، نوموړي ور پر غاړه شوو کارونو کې ډېر کوښښونه کول او د غوره استاد جايزې او ستاينليکونه يې ترلاسه کړي وو

شي جين پينګ چې له وو هوی سره يې يو ځاي کانکور ازموينه کې ګډون کړی و، خو دده د کورنۍ د سياسي څارنې له امله چينګ هوا پوهنتون کې ونه منل شو.

دوه کاله وروسته چينګ هوا پوهنتون د يان ان ښار زده کړندويان منل، چې نور محصلين يې له يان چوان څخه جذب کړي وو.

شي جين پينګ په دې پوهنتون کې يو ځل بيا د شاملېدو فرصت ترلاسه کړ او په ازموينه کې بريالی شو.

په پوهنتون کې د درسونو د شروع کېدو په حال کې وو، خو شي جين پينګ لاهم د ليانګ جيا هه کلي د ګوندي کمېټې په کارونو بوخت و، هغه د دغې ګوندي کمېټې د منشي په توګه د ده د ځايناستي د ټاکلو چارې پرمخ وړې.

شي چون يانګ ډېر رېښتينی کس و، کله چې شي جين پينګ د ګوندي منشي په توګه ټاکل شوی و، نو شي چوان يانګ د ده د مرستيال شو.

د شي جين پينګ په نظر شي چون يانګ مناسب شخص و او نورو ګوندي غړو ته يې وويل، چې زه د زده کړو لپاره بېجينګ ته ځم نو مونږ بايد نوی ګوندي منشي وټاکو، زه تاسو ته شي چون يانګ معرفي کوم.

د شي جين پينګ له وړانديز وروسته رايګيری پيل شوه او ټولو رای اچوونکو شي چون يانګ ته رايې ورکړې.

وروسته شي چون يانګ وويل، چې زما د برياليتوب راز پر شي جين پينګ د رای اچوونکو د اعتماد دی، ځکه چې شي جين پينک زه معرفي کړم او تاسو وټاکلم..

دا د شي چون يانګ لپاره نه هيرېدونکې شېبه وه.

د ګوندي منشي په توګه د شي جين پينګ له ټاکل کېدو نه لږه موده وروسته مرکزي حکومت ليانګ جيا هه کلي ته يوه اندازه مرستندويه خوراکي توکي وليږل.

د دغه کلي د ګوندي کمېټې غړو پر کليوالو د دغو مرستندويه خوراکي توکو د ويشلو په اړه بېلا بېل نظرونه درلودل

شي جين پينګ د شپې له لسو بجو څخه د سهار تر پنځو بجو پورې د خوراکي توکو په ويشلو بوخت و.

هغه د ګوندي کمېټې د غړو په مشرۍ په وار سره د کليوالو کورنيو ته لاړ، تر څو په هره کورنۍ کې د خوراکي موادو کره اندازه معلومه کړي، که کومې کورنۍ به کم خوراکي توکي درلودل نو هغې ته به يې زيات خوراکي توکي ورکول.

تراوسه شي چون يانګ دا خاطره په ياد ده.

د نوموړي په وينا که تاسې د ځانغوښتنې لپاره پر عدالت ټينګار نه کوئ، خلک به پر تاسو باور ونه لري، خو شي جين پينګ په مناسبو لارو چارو عدالت ساتلی دی.

د ۱۹۷۵ کال د اکتوبر په ۷ مه نېټه شي جين پينګ له ليانګ جيان هه کلي ووت

. د دغې ورځې په سهار د کلي ځوانان، ماشومان او زاړه کسان ټول کليوال له شي جين پينګ سره د خدای پامانۍ لپاره دده د کور دروازې ته راغلي وو.

د دوی راتګ پر شي جين پينګ ډېر اغېز وکړ او له سترګو يې بې واره اوښکې بهېدې.

ډېر کلونه وروسته شي جين پينګ ليانګ جيا هه کلي کې د خپل ژوند په اړه وويل، چې په شان بې لوړه سيمه کې ليانګ جيا هه کلی ما ته ډېر ارزښت لري ځکه په دغه لوړه کې زما فکر او ټينګ هوډ روزل شوي چې بايد د خلکو لپاره خدمت وکړم

. که څه هم اوس په ليانګ جيا هه کې نه اوسېږم، خو زما زړه هلته پاتې دی.

د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ په ۱۳ مه نېته شي جين پینګ ليانګ جيا هه کلي ته په چکر ورغی او او د کليوالو د حال احوال پوښتنه يې وکړه.

شي چون يانګ شي جين پينګ ته وويل، چې اوس زمونږ کليوالو د مڼو ونې کرلي او هرکال ترې څو زره یوان عاید اخلي او د مڼو سیزن کې هره کورنۍ کابو۲۰۰۰۰ يوان جوړوي، شي جين پينګ ددې خبرې په اورېدو ډېر خوشحال شو.

له ۲۰۱۴ کال وروسته ليانګ جيا هه سيلانيزو چارو ته ډېرپرمختګ ورکړ او په ۲۰۱۵ کال کې يې د کليوالو سيمو د کلتور او سيلانۍ شرکت تاسيس کړ.

شي چون يانګ د کارپوهانو په مرستې د دغه شرکت منشور جوړ کړ او اداري سيستم يې بشپړ کړ.

د دغه شرکت لخوا ډېر کليوال پر دندو ګمارل شوي او اوس اړتيا نه لري ، چې مزدورۍ پسې نورو ښارونو ته ولاړ شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای