د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای په ۳مه نېټه بېجينګ کې د م م د ۷۲مې دورې عمومي اسامبلې له مشر ميروسلاف لاجکاک سره په خبرو اترو کې وويل، د سولې ساتنې او پرمختګ موندلو په برخو کې د م م له مهم رول څخه، د څو اړخيزې غوښتنې له بهير څخه او د م م په مرکزيت د نړيوال سيستم له ساتنې څخه چين کلک ملاتړ کوي.
وانګ يي وويل، چين غواړي له م م سره همکارۍ پياوړې کړي، د ډيالوګ او سلامشورې له لارې د سيمه ييزو تودو مسئلو د حل لپاره هڅه وکړي او بېلا بېل نړيوال ګواښونه او ستونزې په ښه ډول حل کړي.
لاجڅاک وويل، له چين څخه ډېره مننه کوو چې د م م له کارونو او څو اړخيزې غوښتنې څخه ملاتړ کوي. د چين لخوا وړاندې شوی د بشري ګډ برخليک ټولنه او يو کمربند او يوه لاره به د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره مهم خدمتونه برابر کړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |