CRI Online

د فوټبال سرچينه

cri     (GMT+08:00) 2018-07-03 18:34:32


په روسيه کې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړيوال جام سيالۍ د FIFA د فوټبال د ۲۱مې دورې نړيوالې سيالۍ کال سره برابر دی. دغه سيالۍ ۲۰۱۸ کال د جون له ۱۴مې نېټې څخه د جولای تر ۱۵مې نېټې پورې په روسيه کې اوس روانې دی. دا د فوټبال نړيوال جام لومړی ځل لوبې دي چې په روسيه او په ختيځې اروپايي هېواد کې تر سره کېږي.

فوټبال په نړۍ کې لومړی منل شوی سپورټ دی او په نړيوال سپورټ کې تر ټولو اغېزمنه انفرادي لوبه ده. ايا تاسې پوهېږئ چې فوټبال له کوم هېواد څخه سرچينه اخيستې ده؟

ځيني خلک وايي چې په دې نړۍ کې دوه هېوادونه د فوټبال منشأ او سرچينې په توګه يادېږي، يو بريتانيا دی، بل چين دی. بريتانيا د فوټبال سيالۍ لومړي موافق مقررات جوړ او تصويب کړل. د څه د پاسه دوو زرو درېو سوو کلونو مخکې چين د فوټبال لرغونې لوبه، يعنې څو جو نومېدله، اختراع کړه.

په دوو مخالفو خو سمون لرونکو کلتوري چاپيريالونو کې ژوندی شو، فوټبال په تدريجي ډول په نړۍ کې اوس تر ټولو لوی مشهور سپورټ ګرځېدلی دی، څو جو تر لوېدنې وروسته ورو ورو خپل نوی ژوند پيل کړی دی.

په نوې پيړۍ کې دا بحث ډېر سخت دی چې له چين يا بريتانيا څخه فوټبال پيل شوی دی. د بريتانيا په منلو سره، د فوټبال د سرچينې هېواد په اړه بحث پای ته رسېدلی دی او په وروستي ډول د فوټبال په تاريخ کې چين خپل مقام تائيد کړی دی.

د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر په ۲۳مه نېټه د چين د شاندونګ ولايت د ځيبو ښار د لينځه فوټبال موزيم د انګليستان د مانچستر د فوټبال له دولتي موزيم سره همکاريز تړون لاسليک کړ. د انګليستان د فوټبال دولتي موزيم مشري ډاکټرې کيوين موري په مراسمو کې وويل، ډېره خوشحاله يم چې موږ او د لينځه فوټبال موزيم ترمنځ همکاري به نور زيات پرمختګ ومومي. دا منل شوې ده چې چين د فوټبال منشأ او سرچينه ده.

په حقيقت کې د ۲۰۰۴ کال په جولای کې په چين کې د درېيمې دورې د فوټبال نړيوال نندارتون په بېجينګ کې تر سره شو، هغه وخت د FIFA پخواني مشر جوسېف ايس براتر ويلي و، چې چين د نړيوال فوټبال منشأ ده. وروسته د فوټبال د سرچينې په اړه په مطبوعاتي غونډه کې د اسيا د فوټبال ټولنې پخواني سرمنشي ويراپان د FIFA په استازيتوب وويل، د چين د شاندونګ ولايت د ځيبو ښار د لينځه سيمه د نړيوال فوټبال منشأ ده.

ډېر وخت کېږي چې په نړيواله اکادمۍ کې د فوټبال منشأ تائيد شوې ده. په ۱۹۷۵ کال کې په هغه کتاب کې، چې د نړيوال فوټبال تاريخ نومېږي، ليکل شوي: د ډېرو معلوماتو له مخې، په چين کې د لرغوني فوټبال رامنځته کېدل تر اروپايي او امريکايي وچو ډېر مخکې دی. د قبل الميلاد په ۲۶۹۷ کال کې فوټبال په چين کې پيدا شوی، چې د څو جو په نوم باندې يادېده.

د ۲۰۱۵ کال د مې په ۲۰مه نېټه د FIFA د ۱۰۰ کليزې د پای په مراسمو کې براتر له ځان سره د چين لرغونی فوټبال او عصري فوټبال نمونې په اړولو سره په رسمي ډول لينځه سيمې ته هغه سند ورکړ چې د فوټبال د منشأ په حيث منل شوی دی. په ۲۰۰۶ کال کې څو جو د چين د دولتي ناليدلی کلتوري ميراث په لېست کې وليکل شو.

د فوټبال د تاريخي مقام په اړه په چين کې ډېرې نظريې شته. د چين د فوټبال ټولنې سوپر ليګ او د چين فوټبال ټولنې بي ليګ په جلا جلا توګه په لينځه کې چيني فوټبال د هرکلي لپاره مراسم تر سره کړل.

د فوټبال د منشأ او سرچينې تائيدولو په بهير کې لينځه ښار په پای کې د نړۍ د فوټبال د منشأ په توګه منل او تائيد شوی دی. (فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای