CRI Online

دوو نړيوالو اورګانونو په نړۍ کې د راتلونکي لس کلن کرنيز پرمختګ په هکله ګډ راپور خپور کړ

cri     (GMT+08:00) 2018-07-04 11:15:31

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان او د م م د غلودانو او کرنې سازمان د روانې مياشتې په درېيمه نېټه په پاريس کې د يو کلني راپور په خپرولو سره په راتلونکو لسو کلونو کې د نړيوال کرنيز پرمختګ په هکله وړاندوينه وکړه.

له ۲۰۱۸ کال څخه تر ۲۰۲۷ کال پورې د کرنې لرليد په نوم راپور د يادو دوو سازمانونو له خوا په ګډه لاسليک شوی او پکې راغلي چې په نړۍ کې د زياترو کرنيزو حبوباتو توليدي اندازه به په ثابت ډول زياته شي .تېر کال د غلودانو،غوښې،شيدو او کبانو توليدي اندازه نوې لوړې کچې ته رسيدلې وه او د غلودانو د زيرمې اندازه هم تر ټولو لوړې کجې ته هم رسيدلې وه.

د دې راپور له مخې څرنګه چې په نړۍ کې د کرنيزو توليداتو او غلودانو د اړتياوو زياتوالی ورو شي ،خو په عين وخت کې به د کرنيزو څانګو توليدي توان په پر له پسې توګه لوړ شي، نو په راتلونکو لسو کلونو کې به د عمده کرنيزو توليداتو بيې ټيټې په ټيټه کچه وساتل شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای