د سينهوا اژانس دخبر له مخې، د عراق د ټاکنو خپلواک کمېسيون د جولای په ۳ مه نېټه ويلي چې يې د کرکوک ولايت د پارلمان د دې پړاو ټاکنو د ځينو شکمنو رايو بيا شمېرل پيل کړي دي. د عراق امنيتي ځواکونو د رايو شمېرنې په سيمه کې امنيتي تدابير ډېر کړي. د سياسي ګوندونو استازي او خبريالان به د رايو د بيا شمېرنې له دغه بهير څخه ليدنه وکړي.
کرکوک د دغه هېواد لومړنی ولايت دی چې د پارلماني ټاکنو رايې په کې بيا ځلي شمېرل کېږي. د دغه هېواد په نور ولايت به شکمنې رايې د ټاکنو د خپلواک عالي کمېسيون له ټاکل شوي مهال وېش سره سم بيا ځلي وشمېرل شي. د بهرنيو رايو د بيا شمېرلو کار به بغداد ته د رايو صندقونو له رسېدو وروسته پيل شي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |