د سينهوا اژانس د خبر له مخې په دې وروستيو ورځو کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې دفتر او د دولتي شورا دفتر د پروژو، متخصصينو او اورګانونو د ارزيابي په برخه کې د اصلاحاتو د ژورتيا په هکله سند خپور کړ او په دغه سند کې يې له اړوندو څانګو څخه غوښتي چې د چين د کمونېست ګوند د ۱۹ مې دورې ملي کانګرس،د دې کانګرس د مرکزي کميټې د دوهمې غونډې او درېيمې غونډې په روحيوسره په نوې زمانه کې د چين د خصوصيت لرونکي سوسياليزم په هکله د رئيس شي جين پينګ افکارو تر لارښوونې لاندې په ټينګه سره د نوښت له لارې د پرمختګ موندلو په اړه ستراتيژي پلې کړي او يادو اصلاحاتو ته دوام ور کړي ترڅو علمي کدرونه او څېړونکي په فعاله توګه خپل رول ولوبوي او د علمي او تخنيکي ارزيابي معياري سيستم او اړوند نظام جوړ شي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |