CRI Online

يانګ جې چه په جلا جلا توګه د م م د ۷۲ مې عمومي اسامبلې له رئيس ميروسلاف لاجکک او د کيوبا د کارګرو مرکزي ټولنې له مشر يوليسېس ګويلارټ سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-07-04 11:31:17

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي او د دغه کمېسيون د بهرنيو چارو د کاري کميټې د دفتر مشر يانګ جې چه د جولای په ۳ مه نېټه په بېجينګ کې په جلا جلا توګه د م م د ۷۲ مې عمومي اسامبلې له رئيس ميروسلاف لاجکک او د کيوبا د کارګرو مرکزي ټولنې عمومي مشر يوليسېس ګويلارټ سره وکتل.

يانګ جې چه له لاجکک سره د کتنې په ترڅ کې وويل چې څه وخت مخکې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د بهرنيو چارو کاري غونډه کې د شي جين پينګ د ديپلوماتيکې مفکورې لارښوونکی ځای تايئد شو او دا په نړيوالې ادارې او د م م په کارونو کې د چين د ګډون اصلي بنسټ او عملي لارښوونه ده. په اوسنيو حالاتو کې نړيواله ټولنه بايد په څواړخيزې غوښتنې ټينګار وکړي او په ګډه دې د نړۍ سوله، سمسورتيا او ثبات وساتي. چين د م م د فعال رول له لوبولو څخه ملاتړ کوي، چين به تل د نړيوالې سولې ابادونکی او د نړيوال پرمختګ خدمت کوونکی او د نړيوال نظم ساتونکی وي او له بيلا بېلو هېوادونو سره به د ګډ بشري برخليک ټولنې د جوړېدو لپاره کوښښونه وکړي.

يانګ جې چه له يوليسېس ګويلارټ سره د کتنې په ترڅ کې وويل چې چين غواړي له کيوبا سره په ګډه د دواړو مشرانو تر لاسه شوې ګډې نظريې پلې کړي او دواړه ګوندونه هېوادونه به د سوسياليستي جوړښت او د هېواد د ادارې په برخه کې د تجربو تبادلې پياوړې کړي، واقعي همکارۍ به پياوړې کړي، څواړخېزې همکارۍ به ټينګې کړي او د چين او کيوبا تر منځ د اړيکو د پرمختګ لپاره به کوښښ وکړي. د چين او کيوبا د کارګرو ټولنو تر منځ اړيکې د دواړو ګوندونو او د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکو يوه مهمه برخه ده، باور لرم چې دغه سفر به د دواړو کارګرو ټولنو د تګ را تګ په اړه پياوړې او ټينګې کړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای