CRI Online

د چين او روسيې ترمنځ د ښه ګاونډيتوب او دوستانه همکارۍ په هکله د تړون د لاسليکولو د ۱۷مې کاليزې ياد غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-07-04 11:34:40

د سينهوا اژانس د خبر له مخې له چين سره د دوستۍ په هکله روسي ټولنې د جولای په دوهمه نېټه د دې هېواد د ساينس اکاډمۍ د لېری ختيځو چارو په څېړنيز انسټيټيوټ کې د چين او روسيې ترمنځ د ښه ګاونډيتوب او دوستانه همکارۍ په هکله د تړون د لاسليکولو د ۱۷مې کاليزې ياد غونډه تر سره کړه .په دې هېواد کې د چين د لوی سفير لي هوي او د يادې ټولنې د رئيس مرستيالې ګالينا کوليکوا په شمول د دواړو هېوادونو د بېلا بېلو ټولنو ټولټال ۱۲۰ استازو پکې ګډون کړی و.

لي هوي په خپلو خبرو کې وويل چې په دې تړون کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په نوي ډول ناپيلې سياسي اړيکې ټينګې شوي چې يو له بل سره مقابله نه کوي او د درېيمې خوا په مقابل کې نه دي،د دې ترڅنګ په دې تړون کې د دواړو هېوادونو هغه ټينګه اراده هم څرګنده شوې چې په دايمي توګه به يو بل ښه ګاونډيان ، دوستان او همکاران وي.سربېره پردې دغه تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د مساواتو،متقابل ملاتړ،د ګډې سمسورتيا او دوستۍ پر بنسټ د هر اړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ د اړيکو لپاره کلک قانوني بنسټ ايښی دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای