د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې د پيسو نړيوال صندوق د جولای په ۳مه نېټه خبرداري ور کړ چې ښايي په امريکا کې د مالياتو کمښت او د حکومتي لګښتونو د ډېرېدو په اړه د ماليې هڅونګې تګلاره د پيسو د پړسوب د ننګونې لامل ښی او د امريکايي ډالرو ګټه به لوړه شي چې له امله به يې د پيسو په نړيوال بازار کې ډېر بدلونونه رامنځته شي.
نوموړي صندوق په همدې ورځ په يوه راپور کې وويل چې ښايي په اوسني اقتصادي پړاو کې د امريکا مالي کسر ډېرو له امله د دغه هېواد او بهرني پولي بازارونو کې ډېر بدلونونه رامنځته شي او هغه نوي سمسور بازارونه چې عمومي اقتصادي وضعيت يې کمزوری دی، له يادو بازارونو څخه د نړيوالو پانګو د وتلو له ننګونې سره مخ شي.
د امريکا د ماليو هڅونکې تګلاره به د دغه هېواد د عامه پورونو وضعيت د خرابېدو لامل شي او د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې په شمول به د تموېلوونکو له خوا د اصلاحاتو لپاره پيسې کمې شي چې له امله به يې نړيوال اقتصادي نابرابري لا نوره هم سخته شي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |