CRI Online

شي جين پينګ چيو شي يعنې هونګ چي مجلې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

cri     (GMT+08:00) 2018-07-04 16:23:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې مشر شي جين پينګ د جولای په ۴ مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د ادارې مجلې ته چې نوم يې چيو شي يعنې د هونګ چي مجلې د ۶۰مې کليزې را رسېدو په مناسبت د مبارکۍ پيغام ولېږه، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې په استازيتوب يې د يادې مجلې ټولو کارکوونکو ته مبارکۍ وويله او د لا کاميابيو هيله يې ور ته څرګنده کړه.

په پيغام کې راغلي چې چيو شي مجله د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د ټول ګوند او ټول هېواد کارونو د لارښوونې لپاره يوه مهمه د افکارو نشريه ده. له اوږدې مودې راهيسې، دوستان د چين د کمونېست ګوند په نوم، د سياست پر بنسټ په فعاله توګه د ګوند بنسټيزې نظريې،بنسټيزې تګلارې او بنسټيزې لايحې يې وړاندې کړې، په پوره توګه يې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې مهمه تګلاره روښانه او څرګنده کړې، په وخت يې د ګوند وروستۍ نظريې پلې کړې دي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای