CRI Online

د ليانګ جيا هه کلي شپږمه برخه

cri     (GMT+08:00) 2018-07-04 20:00:06

د ليانګ جيا هه کلی

شپږمه برخه

د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې په رڼا کې د ليانګ جيا هه کليوالو ژوند ښه شوی دی.

ليو ژوی ليان يوه غمځپلې ښځه ده، د خپل ژوند په اړه ډېرې خاطرې لري، خو يوه ترخه خاطره يې هميشه په ياد وي، هغه وايي، چې د کوچنيوالي په موده کې يې په ډېرې بې وزلې کې ژوند کاوه، په سره دوبي کې به په لوڅو پښو ګرځېده او له ورور او خور سره به يې په يوه کوچني لمڅي شپه تېروله او حتی وچه ډوډۍ به يې هم نه درلوده.

نوموړې په ۱۷ کلنۍ کې له ګونګ جنګ فو سره واده وکړ، خو له واده وروسته يې هم ژوند له ستونزو ډک و.

کله چې شي جين پينګ د ليانګ جيا هه کلي د ګوندي څانګې د منشي په توګه وټاکل شو، په ياد کلي کې يې يو د پرچون دکان جوړ کړ او ورپسې يې په دغه کلي کې د اهنګرۍ او خياطۍ دکانونه هم پرانېستل.

ليو ژوی ليان له نورو دوو ښځو سره يوځای د خياطۍ په دکان کې وګمارل شوه، نوموړې ډېره خوشحاله وه، د خياطۍ په دکان کې به هر کارکوونکي ته د ګنډل شوو جامو له مخې اجوره ورکول کېده، نو ليو ژوی ليان په پور د جامو ګنډلو ماشين واخيست ، هغې ددې لپاره چې زياته اجوره واخلي او خپله غريبي پرې غوڅه کړي، د ورځې لخوا به يې په خياطۍ کې کار کولو او په شپه کې به يې کور کې جامې ګنډلې .

د نولس سوه څلور اتيايم کال په پسرلي کې يې دا خبر واورېد، چې په ټول هيواد کې د کرنيزو ځمکو د اجارې نظام تطبيق کيږي، هغه وخت د هغې له اټکل څخه وتلی خبر دا و، چې ددې نظام د تطبيق په رڼا کې د ټول هيواد په کليو کې اصلاحات شروع شوي دي.

دغه وخت د ولايت د نورو بزګرو په شان د ليو ژوی ليان ژوند هم ښه شوی و، خو د څښاک او پوښاک اساسي اړتياوو د پوره کولو لپاره يې ډېرې پيسې نه درلودې ، هغه مهال د هغې يو شمير کليوال د مزدورۍ لپاره بهر ته تللي وو، ليو ژوی ليان هم پرېکړه وکړه، چې د مزدورۍ لپاره ښار ته لاړه شي، د کرنيز فصل ترختميدو وروسته نوموړې له خپل ميړه سره يو ځای د ولسوالۍ مرکز ته لاړه.

اصلاحات کليوالو سيمو کې بې ساري بدلونونه راولي او ورخلاصون بې حده امکانات برابروي .

په نولس سوه درې نويم کال کې شي جين پينګ هغه مهال د فو جو ښار د ګوندي منشي دنده پر غاړه درلوده ، ليانګ جيا هه کلي ته ورغی او ويې ليدل چې د کليوالو ژوند ښه شوی دی ، نو ډير خوشاله شو ځکه چې د پوښاک او خوراک اړتياوې پوره کول د دوی لپاره هسې يو خيال و .

نولس سوه نهه نويم کال د يان ان د اقتصادي او ټولنيزې پرمختيا يو کليدي کال و.

د هيواد د يادې تګلارې په رڼا کې په دغه کال په هغو ځمکو کې ميوه لرونکي ونې کېنول کېدې، چې پخوا پکې بې ثمره ونې کېنول شوې وې، دغه وخت په يان ان کې د ونو کينولو څپه راپورته شوې وه .

نولس سوه نهه نويم کال کې په يان ان کې د شپږو مليونو او اوو لکو هکتارو په مساحت ځمکو کې ميوه لرونکې ونې کېنول شوې وې ، خو له بده مرغه د دوه زره ديارلسم کال په جولای کې د يان ان ښار اړوندو ولسواليو کې داسې لوی سيلابونه راغلل، چې ساری يې له نولس سوه پنځه څلويښتم کال راهيسې په دغې سيمې کې نه و ليدل شوی.

د شمېرنې له مخې يادو سيلابونو د دغه ښار اړوندو ديارلسو ولسواليو او سيمو يو نيم مليون خلک وځپل او مالي زيانونه يې دوولسو ملياردو يوانو ته رسيدل.

دغو سيلابونو د ليانګ جيا هه کلي په سلو کې اتيا کورونه چې د سمڅې په شکل جوړ شوي وو، ډېر زيانمن کړل ان ځېنې سمڅې يې ونړولې .

تر سيلاب وروسته ځايي حکومت پرېکړه وکړه چې ليانګ جيا هه کلی بل ځای ته نقل کړي او په پای کې يې سل کورنۍ ون ان يي علاقه دارۍ ته نقل کړې .

اوس د دغه کلي ټول ماشومان د يادې علاقه دارۍ په وړکتونونو او ښوونځيو کې زده کړې کوي.

ليو ژوی ليان وايي، که اوس زه ناروغه شم ، نو روغتون ته ځم، پخوا به د بې وزلۍ له لاسه کور کې پاتې کېدم.

د وړم کال په لومړۍ نيمايي کې د ليو ژوی ليان په وجود کې يو مرغيړی پيدا شو او بيا روغتون ته لاړه، هلته يې عمليات وکړ، ډاکټرانو مرغېړی ترې پرې کړ او ځايي حکومت ددې د ناروغۍ د درملنې لګښت اجرا کړ.

د ليانګ جيا هه کليوالو سره حکومت نه يوازې په روغتيايي چارو کې همکاري کوي، بلکې ددې کلي د زاړوکسانو لپاره يې د ژوند بيمه هم ورکړې ده او هغه زاړه کسان چې عمرونه يې له شپيتو کالونو څخه زيات وي ، هره مياشت بېلابېله اندازه مرستندويه پيسې ترلاسه کوي.

بر سيره پردې ځايي حکومت د کلي د ماشومانو ښوونې ته هم ډير ارزښت ورکوي او اوس د دغه کلي له لسو نه زيات ځوانان په پوهنتونونو کې لوړې زده کړې کوي.

په ۲۰۱۷ کال کې د ليانګ جيا هه کليوالو کلنی منځنی عايد د هرتن پر سر ۲۰۸۲۶ يوانو ته رسيده چې دا د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۱۵.۷٪ زيات دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای