CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: چين غواړي له مختلفو هېوادونو سره يو ځای د ايران د ذروي مسئلې په اړه د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې د برياليتوب لپاره هڅې وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-04 17:44:55

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ډيپلوماتيکې او امنيتي تګلارې په اړه د اروپايې ټولنې عالي رتبه استازې فېډريکا موغېريني به د جولای په شپږمه نېټه د اطريش په پلازمينه ويانا کې د ايران د ذروي مسئلې په اړه د بهرنيو چارو وزيرانو يوه غونډه جوړه کړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د جولای په څلورمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چې دا به په نوې زمانه کې د ايران د ذروي تړون د اوسنيو ګډون کوونکو په چوکاټ کې د بهرنيو چارو وزيرانو لومړۍ غونډه وي. چين غواړي له مختلفو هېوادونو سره يو ځای د دغې غونډې د برياليتوب لپاره نژدې تماس ونيسي او ګډې هڅې وکړي.

د معلوماتو له مخې، د فرانسې، المان، روسيې، بريټانيا او ايران د بهرنيو چارو وزيران به په دغه غونډه کې برخه واخلي. د چين د دولتي شورا غړی او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به هم د چين په استازيتوب په دغه غونډه کې ګډون وکړي. وياند لو کانګ وويل، همدارنګه به وانګ يي د جولای په پنځمه نېټه له اطريش څخه رسمي ليدنه وکړي او د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير سره به خبرې اترې وکړي. دواړه خواوې به په دغو خبرو اترو کې د دوه اړخيزو اړيکو او د ګډو علاقې وړ نړيوالو مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړي. چين غواړي له اطريش سره د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د تر لاسه شويو ګډو نظريو د عملي کولو او په هره ساحه کې د متقابلو ګټو پر بنسټ د مؤثرو همکاريو د ژورتيا لپاره ګډ کوښښونه وکړي، تر څو د دواړو هېوادونو خلک به ورڅخه ګټه واخلي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای