CRI Online

ټرمپ د ناټو له غړو هېوادونو څخه د پوځي لګښت د زياتولو غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-07-04 17:46:15

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د جولای په ۲مه نېټه خبر ورکړ، ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تېره جون مياشت کې د ناټو د ډېرو غړو هېوادونو مشرانو ته پيغامونه وليږل او پکې يې په جدي توګه ترې غوښتنه وکړه چې د دفاعي چارو لګښت زيات کړي، که نه وي، امريکا به پر دې غور وکړي چې په نړۍ کې خپل ځای پر ځای شوي پوځونه کم کړي.

د اړوند خبر له مخې، د جرمني لومړۍ وزيرې انګيلا ميرکل ته د ټرمپ په پيغام کې د وينا رويه په تېره بيا سخته او جدي ده، هغه پر جرمني نيوکه وکړه چې د نورو هېوادونو لپاره يې يوه بده نمونه جوړه کړې. د ناټو دغو غړو هېوادونو د ټرمپ غوښتنې ته په ځواب کې ويلي، دوی د خپلې ژمنې له مخې دفاعي لګښتونه زياتوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای