د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په څلورمه نېټه په بېجينګ کې د روسيې د فدرالې کميټې له مشرې والينټينا ماټوينکو سره وکتل. هغه په دغه کتنه کې وويل، چې اوسمهال د چين او روسيې اړيکې د ډېر ښه پرمختګ په حال کې دي او د لويو هېوادونو او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ نمونه ده. دواړه خواوې بايد خپلمنځيو ستراتيژيکو دوستانه اړيکو ته په ډېره درنه سترګه وګوري او په ټينګ هوډ سره په هره ساحه کې د دوه اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د ژورتيا لپاره هڅې وکړي. دواړه هېوادونه بايد په ټينګار سره يو د بل له مرکزي ګټو څخه ملاتړ وکړي او په مثبته توګه په نړيوالو چارو او ادارې کې برخه واخلي، تر څو د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو لپاره مهم رول ولوبوي.
اغلې ماټوينکو د ولسمشر ولاډيمير پوټين په استازيتوب رئيس شي جين پينګ ته نيکې هيلې وړاندې کړې. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |