د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په اندونيزيا کې له ناورينو سره د مقابلې ادارې د جولاې په ۴مه نېټه وويل، يوه ورځ مخکې د دې هېواد د جنوب سولويسي ايالت ته نږدې سمندري سيمه کې د یوې مسافر وړونکې بېړۍ د اوښتلو له امله ۳۴ تنه مړه شول، اوس د ژغورنې کارونه روان دي.
دغه بېړۍ د جولاې د ۳مې نېټې د ماسپښين په دوو نيمو بجو واوښته. د لومړنيو پلټنو له مخې، د دې پېښې لامل د بېړۍ د يوې خوا د خرابېدو له امله د بېړۍ داخل ته د اوبو ننوتل دي. د جولاې د ۴مې نېټې تر غرمۍ پورې، ۱۵۵ تنه ژغورل شوي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |