د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د جولاې په ۴مه نېټه د پانمونجومون د کوريا جمهوريت خوا د سولې کور په نوم ودانۍ کې د ځنګلي چارو په اړه خبرې اترې وکړې چې د غرنيزو ځنګلونو د ساتنې او د مضرو حشراتو او ناروغيو د مخنيوي په برخو کې به خپلمنځي همکارۍ پياوړې شي.
د کوريا جمهوريت د يووالي وزارت د خبر له مخې، په همدې ورځ د خبرو اترو عمده موضوعات د دیموکراتيکې کوريا د غرنيزو ځنګلونو په اړه د دواړو خواوو ګډه پلټنه، د ځنګلي تکنالوژۍ د خپرېدا او د ونو پارکونو جوړونه او داسې نور. دواړو خواوو په جلا جلا توګه دغو خبرو اترو ته ۳ تنه استازي ليږدولي دي.
د تېرې جون مياشتې په لومړۍ نېټه دواړو خواوو په ياده ودانۍ کې په لوړه کچه خبرې اترې وکړې چې د پانمونجومون اعلاميې د پلې کولو د مشخصې لايحې او وروسته تدبيرونو په اړه موافقې ته رسېدلې او پرېکړه يې وکړه چې د پټليو، سړکونو او د غرنيزو ځنګلونو د چارو په اړه به خبرې اترې وکړي او په بېلا بېلو برخو کې د خپلمنځي همکارۍ په اړه به بحثونه وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |