CRI Online

په بريټانيا کې د مسمومېدو بله پېښه رامنځته شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-07-05 10:24:47

د سينهوا اژانس د خبر له مخې بريټانوي پوليسو د جولای په څلورمه نېټه وويل چې تېره اوونۍ د دې هېواد د ويلټشير په سيمه کې دوه کسان چې د زهرجنو موادو له امله مسموم شوي وو، لااوس هم نه دي روغ شوي.

د لنډن د پوليسو ادارې په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې وويل چې دغه پېښه د جون په دېرشمه نېټه رامنځته شوه چې د پېښې ځای د هغې بلې مسمومې پېښې د رامنځته کېدو له ځای يعنې ساليسبوري ښار څخه شاوخوا يوولس کيلو متره واټن لري کوم چې د روسيې پخواني استخباراتي کارکوونکي سيرګي سکريپال او د ده لور مسمومه شوې وه.

په دې اعلاميه کې راغلي چې د يادو کسانو حالت د انديښنې وړ دی .هېڅ ښکاره ثبوت نشته چې دوی له ياد ښار څخه ليدنه وکړه.ايا دوه پېښې يو له بل سره تړاو لري او که نه چې دا د بريټانيا د ترهګرۍ ضد څانګې تر پلټنې لاندې نيولې ده.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای