د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ايران ولسمشر حسن روحاني د جولای په څلورمه نېټه په ويانا کې وويل چې که د ايران ګټې تامين شي، ايران به له برجام څخه د امريکا د وتلو په حال کې د ذروي مسئلې د هر اړخيز تړون پلې کولو ته دوام ور کړي.
روحاني د اتريش له ولسمشر اليکسندر وان دير بيلين سره تر کتنې وروسته خبري رسنيو ته وويل چې که امکان شته وي، ايران به په دوامداره توګه د ياد تړون مراعات وکړي ، خو شرط يې دا دی چې ايران ترې ګټې اخيستلی شي. هغه وويل چې د روسيې، المان، بريټانيا، فرانسې او چين په شمول تړون لاسليکونکو هېوادونو د دې تړون د ساتلو لپاره سياسي هيله وښودله.
وان ديربيلين وويل چې ياد تړون يوه مهمه ديپلوماتيکه لاسته راوړنه ده چې د م م په امنيت شورا کې تصويب شوې وه .هغه پر امريکا نيوکه وکړه چې له دې تړون څخه وتلې او پر ايران باندې يې بنديزونه لګولي دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |