د چين د کمونېست ګوند د تبليغاتي چارو وزارت غړي او د دولتي شورا د مطبوعاتو دفتر مرستيال ګوو وي مين په دې سمينار کې وينا وکړه او برخه والو ته يې د پرمختګ د هغو افکارو په باب معلومات وړاندې کړي چې د چين د کمونېست ګوند د ۱۸مې دورې ملي کانګرس له جوړېدو راهيسې د رئيس شي جين پينګ په مشرۍ د دې ګوند مرکزي کميټې د خلکو ګټو ته لومړيتوب ور کړی،خلکو ترې نيکمرغه ژوند تر لاسه کړی،د چين کمونېست ګوند د هېواد او سياسي چارو په ادارې کې د خلکو ګټو ته د لومړيتوب ور کولو مفکوره غوره کړې او په پر له پسې توګه يې د چين خصوصيت لرونکي سوسياليزم پرمخبيولی او په ګوندي او دولتي چارو کې يې ډېرې لاسته راوړنې درلودلې چې له امله يې په نوې زمانه کې د چين د خصوصيت لرونکي سوسياليزم په هکله د رئيس شي جين پينګ افکار جوړ شوی او د حکومتوالي په برخه کې د چين نوی پړاو برابر شوی دی.
د جنوبي افريقا د دولتي حکومتي ښوونځي مشر ريچارد ليون له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې جنوبي افريقا بايد په دې برخه کې له چين څخه تجربې واخلي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |