د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ترکيې د ټاکنولويې کميټې د جولای په څلورمه نېټه د ولسمشرۍ او پارلماني د ټاکنو نتيجه خپره کړه چې له مخې يې اوسنی ولسمشر رجب طيب اوردوګان د ۵۲ اعشاريه ۵۹ سلنه رايو په ګټلو سره د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بريالی شو.
په ترکيه کې د جون په ۲۴مه نېټه د ولسمشرۍ او پارلمان ټاکنې تر سره شوې.د جولای په ۴مه نېټه د خپره شوې رسمي نتيجې له مخې له شپږو تنو کانديدانو څخه اوردوغان ۵۲ اعشاريه ۵۹ سلنه رايې تر لاسه کړې او د جمهوري او ولسي ګوند کانديد د ۳۰ اعشاريه۶۴ سلنه رايو په تر لاسه کولو سره دوهم مقام نيولی دی.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |