د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د جولای په څلورمه نېټه په مسکو کې وويل ، روسيه هيله لري چې د فنلنډ په پلازمينه هلسينګي کې د دې هېوا او امريکا د ولسمشرانو ترمنځ د ملاقات په موده کې د لانجمنو مسئلو د حل وفصل په هکله بحث وشي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويبپاڼې د جولای په څلورمه نېټه خبر ور کړ چې لاوروف ويلی چې اوس روسيه د دې ملاقات لپاره د کارپوهانو په کچه د چمتوالي په کارونو لاس پورې کوي او هيله لري چې دواړه خواوې په ياد ملاقات کې د لانجمنو مسئلو په باب سلا مشوره وکړي .هغه زياته کړه چې د روسيې او امريکا ولسمشران به د سوريې په اړه پر بېلا بېلو مسئلو هم بحث وکړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |