د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين صدراعظم لي که چيانګ د بلغارستان د صدراعظم بويکو بوريسوف او د المان د صدراعظمې انګيلا ميرکل په بلنه د جولای د پنځمې نيټې په سهار په ځانګړې الوتکه کې له بېجينګ څخه د بلغارستان په لور حرکت وکړ او له دې هېواد څخه يې رسمي ليدنه پيل کړه او د چين او منځنۍ او ختيځې اروپا د هېوادونو د مشرانو ترمنځ په اوومه ناسته کې به هم برخه واخلي.د يادې ليدنې تر ختمېدو وروسته به هغه د چين او المان ترمنځ په مشورو کې ګډون وکړي او له دې هېواد څخه به رسمي ليدنه وکړي.
صدراعظم لي که چيانګ سره په دې سفر کې د ده مېرمن چنګ هونګ ،د دولتي شورا غړی او سرمنشي شياو جي او د چين د ملي ولسي سياسي مشورتي کانفرانس مرستيال رئيس او د پرمختګ او اصلاحاتو د دولتي کميټې مسئول هه لي فنګ ملګري دي
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |