د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د هانکانګ د ځانګړې ادارې سيمې د سړکونو چارو اداره او د انجينرانو ټولنه به د جولاې له ۷مې نېټې څخه د اګيست تر ۲۴مې نېټې پورې په ګډه د هانکانګ، جو های او مکاو دريو ښارونو ترمنځ د لوی پل له څو خواوو څخه د کتنې ګرځندوي نندارتون پرانيزي چې ښاريان د دغه پله د جوړونې پروژې په اړه لا ډېر پوه شي .
د دغه لوی پل اوږدالی ۴۲ کيلومتره دی او پکې د ۱۲ کيلومترو په اوږدوالی له هانکانګ سره تړونکې لاره او د ۳۰ کيلومترو په اوږدوالي پل شامل دی، دا په نړۍ کې پر سمندر تر ټولو اوږد تونل لرونکی پل دی، جو های ښار ته د ۱۳ کيلومترو په اوږدوالي تړونکې لارې په يو ځای کېدو سره د دې پل ټول اوږدوالی ۵۵ کيلومترو ته رسيږي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |