CRI Online

شي جين پينګ :په نوې زمانه کې دې د کمونېست ګوند د تنظيمولو کړنلاره په جدي توګه عملي شي او د دغه ګوند د پياوړتيا لپاره دې هڅه وشي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-05 16:29:24

د چين د تنظيمونکو چارو کاري غونډه د جولای له درېيمې تر څلورمې نېټې پورې په بېجينګ کې ترسره شوه. د چين د کمونېست ګوندد مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ په دغه غونډه کې په ګډون سره خپله وينا وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې د چين ځانګړتيا لرونکې سوسياليزم نوې زمانې ته داخل شوی،کمونېست ګوند بايد د نويو خدمتونو د ترسره کولو لپاره د ځاني پرمختګ نوې پاڼه پرانيزي، بايد د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د ساتنې او پرمختګ لپاره ځاني انقلاب وکړي او د ګوند اداره دې پياوړې کړي.

شي جين پينګ په خپله وينا کې د نوې زمانې لپاره د ګوند د تنظيمولو کړنلاره مطرح کړه او ويې ويل:

((د تنظيمولو کړنلاره د ګوند پر مشرۍ د ټينګار کولو، د ګوند د ابادۍ د پياوړتيا او په ښه توګه د ګوند د تنظيمولو کارونو د ترسره کولو لپاره ډېره مهمه ده. د نوې زمانې لپاره د ګوند د تنظيمولو کړنلاره دا ده : د نوې زمانې لپاره به د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه نظريه په هراړخيزه توګه خپره شي،د سيستم پر بشپړولو سره بيره ژمن، سپيڅلي او مسئوول مامورين به وروزل شي، هېواد پال کارپوهان به راجلب شي، ښه سيرت او استعداد لروونکي کسان به په دندو وګمارل شي څو د ګوند د جامع مشرۍ او د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم ساتنې او پرمختګ تاًمين شي.

شي جين پينګ همدارنګه زياته کړه چې که څه هم د کمونېست ګوندد ځاني ادارې چارې د پام وړ لاسته لاوړنې لري، خو نهايي برياليتوب يې نه دی ترلاسه شوی.

((زموږ پر وړاندې ننګونې او خطرونه تلپاتې او سخت دي، د ګوند پر پرمختګ او سپيڅليتوب منفي اغېزې هم پيچلې دي او په دې هکله موجودې مسئلې لاتراوسه په بشپړه توګه نه دي حل شوې. په تېره بيا په نوې زمانه کې د ګوند په مشرۍ ټولنيز انقلاب له بې ساري ستونزو سره مخ دی. نو موږ بايد احتمالي خطرونو ته پام وکړو، مسئوليت پر غاړه واخلو او ځاني عظيم انقلاب ترسره کړو.))

شي جين پينګ له ګوندي غړو څخه غوښتنه وکړ چې په هراړخيزه توګه د نوې زمانې لپاره د ګوند د پرمختګ له عمومي غوښتنو سره سم د هغه کيفيت لوړ کړي څو چې د زمانې په لومړي کتار کې ځای ولري، د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي ، خپل ځان ښه اصلاح کړي او په بېلابېلو ازموينو کې بريالی شي.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې د ګوند د نسل په نسل ځاي ناستو روزنه د چيني ملت د عظيمې احيا او د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د ساتنې او پرمختګ لپاره ډېر کليدي رول لري، دا د ګوند او دولتي چارو د پرمختګ سل کلنه لاره ده. موږ بايد ژمن، سپيڅلي،مسئوليت منونکي او فعال ځوان مامورين وروزو څو دوی د نوې زمانې لپاره د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم پر نظريې ټينګار وکړي او د نوې زمانې له غوښتنو سره سمون ولري. شي جين پينګ وويل:

((غوره ځوان مامورين دې د راتلونکو ځای ناستو جوړېدو لپاره خپل توان پياوړی کړي،زده کړه دې وکړي، تجربې دې ترلاسه کړي او خپل توان دې لوړ کړي. دغه راز له خپلو کارونو سره دې مينه ولري او کوښښونه دې پکې وکړي. په ټينګ هوډ سره دې ستونزې هوارې کړي . ريښتيني کسان دې راوسي او د قوانينو او نظم تابع دې شي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای