CRI Online

تېر کال په فرانسه کې د پوځي سوداګرۍ صادراتي ارزښت تر ډېرې کچې کم شو

cri     (GMT+08:00) 2018-07-05 16:52:45

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د فرانسې د دفاع وزارت د جولای په څلورمه نېټه يو تازه راپور خپور کړ چې له مخې يې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کالونو کې د دې هېواد د پوځي سوداګرۍ د صادراتو ارزښت په پر له پسې ډېرېدو وروسته دغه ارزښت تېر کال شپږ مليارډه نهه سوه مليونه يورو ته رسيدلی چې دغه شمېره د وړم کال د ورته مودې په پرتله پنځوس سلنه کم شوی دی

د ۲۰۱۸ کال لپاره د فرانسوي وسلو صادرولو د راپور له مخې تېر کال د ياد هېواد د پوځي وسايلو د صادراتو ارزښت د کمېدو درې مهم لاملونه دي چې لومړی په همدې کال کې په فرانسه کې د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شوې، نو د پېچلي وضيعت پر وړاندې ځينو فرانسوي پوځي سوداګرو خپله سوداګري وځنډوله. دويم دا چې تېر کال د نفتو ډېرو توليدونکو هېوادونو کې اقتصادي وده سوکه شوې وه چې له امله يې ځينو هېوادونو د وسلو اخيستلو لپاره خپل پلانونه خنډولي وو. درېيم دا چې ځينې نوي لاسليک شوي تړونونه په دې راپور کې نه دي شامل چې په ۲۰۱۸ کال کې به نافذ شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای