CRI Online

چین د ټولنیزې بیمې د ترلاسه کولو په موخه د وړتیا ډله ییزه پېژندنه لغوه کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-07-05 17:05:13
چین د ټولنیزې بیمې د ترلاسه کولو په موخه د وړتیا ډله ییزه پېژندنه لغوه کړه

د چين د انساني سرچينو او ټولنيز ضمانت مرستيال وزير يوو جون د روانې مياشتې په پنځمه نېټه په بېجينګ کې وويل چې اوس د چین په بیلابیلو ځایونو کې د ټولنیزې بیمې د ترلاسه کولو په موخه د وړتیا ډله ییزه پېژندنه لغوه ده.

پخوا به اړوندو کسانو په ټاکل شویو ځایونو او وختونو کې خپله وړتیا تصدیق کوله چې په دې جملې کې ډیر ناتوانه زاړه کسان هم شامل وو. اوس دغسې ډله ییزه پېژندنه لغوه شوې ده او په دې اړه نوموړي وویل:

د معلومات د پرتله کولو په اتکا یا د تقاعد شويو کسانو لپاره په اوسیدونکو ناحیو کې د ځایي خدمت او آنلاین خدمت له لارې د تصدیق کارونه ترسره کیږي. دغه راز د معلوماتي تخنیک په وسیله خلک بې له دې چې زحمت وګالي د پېژندلو او تصدیق خدمتونه ورته برابریږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای