CRI Online

د امريکا د دماغي وړتيا ارګان: امريکا ښايي يو ستر رذيل قوت وګرځي.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-05 19:57:16

د جولای څلورمه نېټه د امريکا د خپلواکۍ له ورځې سره برابره وه. کله چې د دغې ورځې په شپه کې د اور لوبې وړانګې د امريکا اسمان وځلېدې، رښتيا دا ده چې امريکا د سياست او اقتصاد د دوه قطبي کېدو په حال کې ده.

د راسموسين رېپورتس په نامه د امريکا د تازه ټولپوښتنې د پايلې له مخې، په دغې ټولپوښتنې کې د څه باندې يو په درېيمه برخه ګډون کوونکو په اند امکان شته چې په راتونکو پنځو کلونو کې به د امريکا کورنۍ جګړه رامنځته شي. همدارنګه د امريکا د بې وزلۍ او نابرابرۍ په اړه د م م د يو راپور له مخې، د ټرمپ حکومت هغه تګلارې چې د يو زر او پنځه سوه مليارډو ډالرو په ارزښت ماليات کموي، شتمنو ته زياتې ګټې ورکړې دي او دغه تګلاره د امريکا په دننه د نابرابرۍ د سختېدو سبب ګرځېدلې ده.

رښتيا دا ده چې د ټرمپ حکومت د بهرنيو چارو تګلاره د ټولې نړۍ لپاره د غندنې وړ ده.

د امريکا د بروکيس اکاډمۍ عالي رتبه څيړونکي روبرټ کاګان چې د امريکا د نوي محافظه کاري خارجه تګلارو او افکارو د کارپوه په توګه بلل کېږي، څو ورځې مخکې يوه مقاله وليکله او پکې يې دې ته اشاره وکړه چې امريکا ښايي يو ستر رذيل قوت وګرځي. هغه وويل، په تېرو څو مياشتو کې د سوداګرۍ، د ايران د ذروي تړون، د ناټو د دفاعي لګښت او حتی د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت مسئلې په برخو کې د ټرمپ حکومت له عملونو څخه څرګندېږي چې ټرمپ خپل ځان ته د نړۍ د سر ټيټولو لپاره د امريکا د ولسمشر په توګه د اخلاقو، مفکورې او ستراتېژۍ کرښې تر پښو لاندې کړې دي.

د پاملرنې وړ ځای دا دی چې د امريکا د ولسمشر په توګه د ټرمپ له لوړې وروسته، امريکا په وار سره د ارام سمندر په چاپير د ملګرو اړيکو د تړون، د م م د پاريس د اقليمي بدلون د مخنيوي د تړون او د ايران د ذروي مسئلې د هراړخيز تړون په شمول له زياتو مهمو نړيوالو تړون څخه وتلې ده. د دې ترڅنګ امريکا د م م د يونيسکو له سازمان او د بشري حقوقو له شورا څخه هم وتلې ده. د امريکا د خبري رسنيو د خبر له مخې، ولسمشر ټرمپ څو څو ځله خپل مرستيال ته څرګنده کړې چې امريکا به د سوداګرۍ له نړيوال سازمان څخه ووزي. آن سپينې ماڼۍ د امريکا د عدالت او متقابلو ګټو تعرفې د عمل کولو په نامه يوه قانوني مسوده طرحه کړه او موخه يې ترې دا ده چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان د چوکاټ په بهر کې سوداګري وکړي. بر سېره پردې، د ټرمپ حکومت د نړيوالې ټولنې د غوښتنو او اخطارونو په نه اوريدلو سره پخپله خوښه سوداګريزه جګړه تر سره کوي او د اروپايي ټولنې، کاناډا، مکسيکو، چين، جاپان او کوريا جمهوريت په شمول ملګرو هېوادونو او غير ملګرو هېوادونو په مقابل کې منفي اقتصادي تدبيرونه نيسي. هغه دغه هېوادونه دې ته مجبوروي چې د امريکا لومړی او غوره مقام ومني.

د امريکا د خپلواکۍ په ورځ ولسمشر ټرمپ د نفتو د بيې د لوړتيا له امله د اوپيک سازمان غندنه وکړه او ورڅخه يې غوښتنه وکړه چې د نفتو بيه کمه کړي. د نوموړي له يادو رذيلو عملونو څخه څرګندېږي چې د امريکا حکومت اوسنی نړيوال سيستم نه مني او د نړيوالو قواعدو او ميعارونو مراعات نه کوي.

امريکا تل د نړيوال پوليس په توګه خپلځان ته ګوري او همېشه د رذيل هېواد په توګه نورو هېوادونو ته ګوري. خو په تېر کال کې د امريکا ځينې رذيل عملونه د امريکا او نړيوالې ټولنې د نظرلرونکو شخصيتونو د اندېښنو سبب ګرځېدلي دي.

تېره مياشت د امريکا د مشرانو جرګې د بهرنيو چارو کمېټې د مشر بوب کورکير په شمول د دغې جرګې لسګونو غړو د يوې مسودې په وړاندې کولو سره غوښتنه وکړه چې د امريکا د ولسمشر هغه واک دې محدود شي چې د ملي امنيت په پلمه پر وارداتي توليداتو ګمرکي ماليات اخلي.

ټولو ته معلومه ده چې کله امريکا له يو ستر هېواد څخه په يو ستر رذيل قوت ته ګرځېدلې، نړۍ ته يې غټ ګواښونه کړي دي او کوي يې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای