CRI Online

چين به د چين او امريکا تر منځ د تجارت په اصطکاکي چارو کې خپل حقوق او ګټې وساتي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-05 20:25:18

د چين نړيوالې راډ‌يو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د جولای په ۵مه نېټه په نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چين نه غواړي چې سوداګريز جنګ پيل شي، خو خپل حقوق او ګټې به وساتي.

په يادې مطبوعاتي غونډې کې خبريال له نوموړي څخه پوښتنه وکړه چې ايا چين به له اروپايي ټولنې سره يو ځای له امريکا سره مقابله وکړي يا نه؟ لو کانګ وويل د چين او اروپايي ټولنې مشران دواړه په دې نظر دی چې په اوسني حالت کې بېلا بېل هېوادونه بايد اتفاق وساتي، له يوې اړخيزې غوښتنې او سوداګرۍ ساتي غوښتنې سره مخالفت وکړي او د اصولو پر بنسټ د څو اړخيزې سوداګرۍ ميکانيزم وساتي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای