CRI Online

يوازې درې کسان غواړي چې سوداګريزه جګړه وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-05 20:45:59

يوه ورځ وروسته يعنې د جولای په شپږمه نېټه به د امريکا هغه پريکړه عملي شي چې د څلور دېرش مليارډو امريکايې ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو باندې به ګمرکي ماليات واخلي. چين د دې لپاره چمتو دی چې د دغې تګلارې د عملي کېدو په وخت کې برابر انتقامي تدبيرونه ونيسي. ويل کېږي چې د چين او امريکا ترمنځ سوداګريزه جګړه په نازک وخت کې ده.

څرنګه چې دا جګړه ده، نو دواړه خواوې به د دې لپاره بيې ورکړي. نو چين نه غواړي سوداګريزه جګړه وکړي او لومړی ډز به ونه کړي. چين په دې پوهېږي چې هيڅ کومه خوا به په سوداګريزه جګړه کې بريالی نه شي، که د چين او امريکا ترمنځ سوداګريزه جګړه شروع شي، د چين، امريکا او حتی د ټولې نړۍ خلک به تر ټولو ډېر لوی بايلونکي وي، خو په امريکا کې درې کسان په دې نظر نه دي. څرنګه چې د دوی په زړونو کې د امريکا د زور او تسلط، د شخصي واک د لوييدو او د شخصي ګټو د لټولو ساتنه د امريکا د تصديو او خلکو د مخالفت او د امريکايانو په شمول د نړيوالو د ګټو پر نسبت لا مهمه ده.

ډونالډ ټرمپ د خپلې دسيسې د تر سره کولو لپاره دوه ملګري پيدا کړي. يو يې روبرټ لېتهيزير دی چې د خلکو په خولو کې د امريکا د سوداګرۍ په ساحه کې د شوروي اتحاد د پخواني امپراطور په شان يو سړی دی. بل يې پيټر ناوارو دی چې د چيني ګواښ د افکارو جوړونکی دی. دغه درې کسان د پوپوليزم او شوداګرۍ ساتي غوښتنې کلک ملاتړکونکي دي. دوی د چين په اړه پوهاوی او معلومات نه لري او د چين په مقابل کې ناسم نظرونه لري.

په تېرو دوو سوو کلونو کې امريکا تل د ازادې سوداګرۍ او ورخلاصې ټولنې پر تګلارو ټينګار کړی دی، خو نن ورځ د ټرمپ حکومت دغه تګلارې تر پښو لاندې کوي. امريکا د ګوښه توب او يوازې توب او د بندې ټولنې لاره ګام پورته کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای