د چين صدراعظم لي که چيانګ پر ځايي وخت د جولای د پنځمې نېټې په ماسپښين د بلغارستان د صدراعظم بويکو بوريسوف په رسمي بلنه د ځانګړې الوتکې په وسيله صوفيې ته ولاړ او د چين او د منځنۍ او ختيځې اروپا د هېوادونو د مشرانو په اووم ملاقات کې به ګډون وکړي.
لي که چيانګ وويل، دا بلغارستان ته د چين د صدراعظم په توګه زما لومړی سفر دی او له ۱۸ کلن ځنډ وروسته د چين د صدراعظم سفر هم دی.هيله لرم چې د دغه سفر له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ پخوانۍ دوستي لاټينګه شي، په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ صادقانه همکارۍ پياوړې شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو او دوستانه همکاريو اړيکو ته زيات پرمختګ ورکړل شي.
لي که چيانګ به له بلغارستان څخه د ليدنې پرمهال د دغه هېواد له صدراعظم بويکو بوريسوف سره خبرې اترې وکړي او له ولسمشر رومين جيورګيف راديف سره به وګوري.
لي که چيانګ به د چين او د منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونو د مشرانو د اووم ملاقات پر مهال د منځنۍ او ختيځې اروپا د ۱۶ هېوادونو له مشرانو سره خبرې اترې وکړي، د اړوندو سندونو د لاسليک کولو په مراسمو کې به ګډون وکړي او د چين او د منځنۍ او ختيځې اروپا د هېوادونو په اتم اقتصادي او سوداګريز فورم په شمول يو لړ فعاليتونو کې به ګډون وکړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |