CRI Online

وانګ يي هيله لري چې د ايران د ذروي مسئلې په هکله د خارجه وزيرانو په غونډه کې د دغې مسئلې په هکله د هراړخيز تړون د ساتلو او عملي کولو څرګند سينګنال خپور شي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-06 10:59:12

د چين نړيوالې را‌ډيو د خبر له مخې، پر ځايی وخت د جولای په ۵مه نېټه د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي او د ويانا خارجه وزير کارتين کنيسل په ګډه د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو پر مهال وويل د ايران د ذروي مسئلې په هکله د خارجه وزيرانو غونډه پر وخته او اړينه ده او باور يې څرګند کړ چې دغه غونډه به هرومرو بهر ته د دغې مسئلې په هکله په اتفاق سره د هراړخيز تړون د ساتلو او عملي کولو څرګند سيګنال خپور کړي.

وانګ يي وويل چې دغه تړون د م م د امنيت شورا لخوا منظور شوي نړيوال څو اړخيز تړون دی چې ټول ګډون کوونکي بايد د دغه تړون نړيوالې وظيفې عملي کړي. که دغه تړون عملی نه شي، نه يوازي د ايران ذروي مسئلې بلکې د ذروي وسلو د نه خپريدا سيستم او په منځني ختيځ کې د حالاتو پر بدلون به سختې منفي اغيزې وکړي. په اوسني حالت کې بېلا بېلې خواوې بايد د څو اړخيزې غوښتنې عمومي لوری، له سياسي او ديلوماتيکې لارې د دغې مسئلې د حلولو بنسټيز اصول، د نړيوالې او سيمه ايزې سولې او ثبات ساتلو بنسټيز هدف په پام کې ونيسي او د ګډې سياسي نظريې له مخې اغيزمن تدبيرونه خپل کړي . چين غواړي چې د دغه تړون د ساتلو لپاره له اروپا سره ګډې هلې ځلې وکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای