CRI Online

وانګ يي: چين او اروپا بايد د اصولو پر بنسټ د ازادې سوداګرۍ سيستم وساتي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-06 11:04:59

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي پر ځايي وخت د جولای په ۵مه نېټه په ويانا کې د اتريش له خارجه وزير کارين کنيسل سره د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو پر مهال وويل چې د سوداګرۍ پروټېکشنيزم تګلاره لنډ مهاله ګټو لپاره ده چې نه يوازي نورو بلکې ځان ته زيانونه رسوي. هر ډول يو اړخيز عمل د سوداګرۍ نړيوال سازمان له اصولو څخه سرغړونه ده او څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم ته زيانونه رسوي او د نړيوال اقتصاد پر بيا سمسورتيا او پرمختګ به منفي اغيزې وکړي.

وانګ يي وويل چې سوداګريزې شخړې نه يوازي ښکيلو خواوو بلکې د صنعتي چارو د نړيوال لاين د بېلا بېلو خواوو ګټو ته تاوان رسوي. چين د سوداګرۍ د ساتلو غوښتنې دفاع کوي چې موخه يې نه يوازي د ځان د قانوني ګټو، بلکې د اروپايي ټولنې په شمول د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د ګډو ګټو خونديتوب دی.

وانګ يي وويل چې چين او اروپا دواړه د سوداګرۍ د څو اړخيز ميکانيزم ګټې تر لاسه کوونکي او ساتونکي دي. په اوسني حالت کې چين او اروپا بايد د څو اړخيزو غوښتنو او د اصولو پر بنسټ د ازادې سوداګرۍ سيستم وساتي چې دا زموږ ګډ مسئوليت دی.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای