د سين هوااژانس د خبر له مخې، اروپايي ټولنه د جولای په ۵مه نېټه اعلان وکړ چې پر روسيي د اقتصادي بنديزونو وخت د راتلونکې کال د جنورۍ تر ۳۱مې نيټې پوري اوږد کړي.
اروپايي ټولنې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل د جون له ۲۸مې نيټې څخه تر ۲۹مې نيټې پوري د اروپايي ټولنې د سرمشريزې غونډې په موده کې د فرانسې ولسمشر او د المان صدراعظمې انګيلا ميرکيل اروپايي کميسيون ته د مينسک تړون د عملي کولو تازه حالت وړاندی کړ، له دې امله اروپايي ټولنې پر روسيې د اقتصادي بنديزونو وخت د اوږدوالي پريکړه وکړه. دغه بنديزونه به په روسيه کې د پولي چارو، انرژۍ، دفاع او نظامي او ملکي برخو پورې اړه ولري.
اروپايي ټولنې د ۲۰۱۴ کال په جولای کې د اوکراين په ختيځ کې د بې ثباتۍ جوړولو په پلمه پر روسيې اقتصادي بنديزونه پيل کړل.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |