CRI Online

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د امريکا لخوا د چين پر ۳۴ مليارد ډالري توليداتو د ګمرکي مالياتو د زياتېدو په اړه څرګندونې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-07-06 14:48:33

امريکا د جولای په شپږمه نېټه د چين پر ۳۴ ملياردو ډالري توليداتو ګمرکي ماليات ۲۵٪ زيات کړل. د چين د سوداګرۍ وزارت وياند په همدې ورځ وويل، چې امريکا د سوداګرۍ د نړيوال سازمان له اصولو څخه سرغړونه کړې او د اقتصاد تاريخ بې سارې لويه سوداګريزه جګړه يې پيل کړې ده. دا سوداګريزې جګړې ته د امريکا ور ګډېدل دي او دې عمل د نړيوال صنعتي ځنځير او د ارزښت ځنځير خونديتوب ته سخت ګواښونه پېښ کړي، د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتيا يې له خنډ سره مخ کړې، نړيوال بازار به څپڅپاند کړي او بې ګناه نړيوال شرکتونه،عامه تصدۍ او مشتريان به زيانمن کړي چې نه يوازې د امريکايي تصديو او خلکو په ګټه نه وي، بلکې زيانونه ورته ورسوي.

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند وويل، چين ژمنه کړې چې لومړی ډز به ونه کړي، خو د خپلو دولتي او ولسي ګټو د ساتلو لپاره مجبور شوی چې ضروري ځواب ورکړي.چين به د سوداګرۍ نړيوال سازمان ته اړوند حالت پروخت وړاندې کړي او له بېلابېلو هېوادونو سره به يوځای ازاده سوداګري او څو اړخيز سيستم خوندي وساتي. دغه راز پر ژورو اصلاحاتو او پرانيستنې به ټينګار وکړي، د غوره تاجرانو روحيه او وړتيا به وساتي، د پوهنې ملکيت حقونو ساتنه به پياوړې کړي او په چين کې به د بهرنيو تصديو لپاره ښه سوداګريز چاپيريال جوړ کړي. چين به پر اړوندو تصديو د منفي اغېزو ارزونه وکړي او له دغو تصديو سره به د مرستې په موخه اغېزمن ګامونه پورته کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای