CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت د چين او عربي هېوادونو د همکارۍ فورم په چوکاټ کې د اتمې دورې د وزيرانو غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د رئيس شي جين پينګ د ګډون په اړه خبري ناسته ترسره کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-07-06 15:44:10

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت د جولای په ۶ مه نېټه يوه خبري ناسته ترسره کړه، چې د بهرنيو چارو د وزير مرستيال چن شياو دونګ په دغه خبري ناسته کې د چين او عربي هېوادونو د همکارۍ فورم په چوکاټ کې د اتمې دورې د وزيرانو په کچه غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د رئيس شي جين پينګ د ګډون په اړه معلومات ورکړل.

چن شياو دونګ وويل، رئيس شي جين پينګ به د جولای په ۱۰ مه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د کوېټ له پاچا، د ۲۱ عربي هېوادونو له خارجه وزيرانو او د عرب ليګ له سرمنشي سره په ګډه د چين او عربي هېوادونو د همکارۍ فورم په چوکاټ کې د اتمې دورې د وزيرانو غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړي. دا به د رئيس شي جين پينګ درېيم ځل وي چې د عربي نړۍ په اړه د چين تګلاره معرفي کوي. شي جين پينګ به په خپله وينا کې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا، د ډله ييزو همکاريو د طرحې او د دغه فورم د جوړولو په هکله د چين دريځ بيان کړي،د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو په برخه کې به د همکارۍ وړانديز وکړي او د منځني ختيځ پر وړاندې د سختو مسئلو د حل او د بېلابېلو لوريو د غوښتنو د پوره کولو په هکله به د چين وړانديزونه او کوښښونه معرفي کړي. دغه راز په دغه غونډه کې به د بېجينګ اعلاميه ، له ۲۰۱۸ کال نه تر ۲۰۲۰ کال پورې د عملياتي پروګرام او داسې نور سندونه لاسليک شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای