CRI Online

اقتصادي تېری د چين د تهديد او ګواښ په هکله د امريکا د پروپاګند نوې بڼه ده.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-06 15:56:50

چين او امريکا په سوداګريزه جګړه کې څنډو ته نژدې کيږي . امريکا له دريو مياشتو راهيسې امريکا څو څو ځله ګواښ کړی چې د څو ملياردو امريکايي ډالري چيني توليدات ګمرکي ماليات زيات کړي .د امريکايي حکومت يو لړ لمسوونکې کړنې د دوی د اقتصادي تېري په نوم له پروپاګند سره اړيکې لري.

د سپينې ماڼۍ د سوداګرۍ د دولتي کميټې مسئول ناوارو په دې وروستيو ورځو کې هغه راپور خپور کړ چې عنوان يې دی د چين اقتصادي تېري د امريکا او نړۍ د تخنيکونو او پوهنې ملکيت حقونو ته زيانونه رسولي دي، او د دې راپور د خپرولو له لارې يې وغوښتل چې پر چين د اقتصادي تېري تورن کړي.د روان کال په مارچ کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چين په مقابل کې د ولسمشرۍ ياددښت د لاسليکولو پر مهال همدارنګه ويلی و چې دغه يادښت د چپن د اقتصادي تېري په مقابل کې دی. تېره اوونۍ ځينو امريکايي خبري رسنيو د چين او سريلانکا ترمنځ د د هامبانتو بندر د همکارۍ پروژې په هکله راپورتاژونه ور کړي او په دې توګه يې غوښتي چې په دې پروژه کې پرچين د تېري اواستعمار تور ولګوي.

امريکا د خبري رسنيو د پروپاګند له لارې د چين د اصلي بڼې د تحريفولو لپاره ډېر کارونه تر سره کړي او غوښتي يې دي چې د عامو افکارو له لارې چين ته د اقتصادي تېري بدنامي پاتی شي .خو چين او له امريکا پرته نور هېوادونه په دې پوهيږي چې د بد ګومانيو او تورونو پر بنسټ د تش نامه اقتصادي تېري بدنامي د چين د تهديد او ګواښ په هکله د امريکا نوی پروپاګند دی.

رښتيا ده چې د اقتصادي تېري په هکله د امريکا له خوا له ټاکل شوي معيار سره سم دغه هېواد په اقتصادي لارو چارو په نړۍ کې پر زياترو هېوادونو باندې تېری کړی دی. سپينې ماڼۍ د باداري لټولو او د امريکايي ګټو د ساتلو لپاره پر خپلو بېلا بېلو هېوادونو چې پکې نه يوازې ملګري بلکې سيال هم شامل شوي ، سوداګريزې ډزې وکړې.د بېلګې په توګه امريکا د مثبت انډول په حال کې د ملي امنيت په پلمه له کاناډا سره پر فولادي او المونيومي سوداګرۍ ګمرکي ماليات زيات کړي چې له امله يې د کاناډا حکومت د جولای له لومړۍ نيټې څخه غچ اخيستونکي تدبيرونه پيل کړي دي.په تېرو دوو کلونو کې امريکا د صادر شويو زړو امريکايي جامو د ګمرکي مالياتو د اخيستلو په هکله د روندا ، کينيا ، تانزانيا او يوګانډا په شمول د ختيځې افريقا له هېوادونو سره سوداګريزې جګړې کړې وې چې په امريکا کې له شاوخوا څلوېښتو زرو کاري فرصتونو سره تړاو لري.د امريکا تر هغه تهديد وروسته چې د افريقا د پرمختګ او فرصتونو د قانوني مسودې له مخې د غړو هېوادونو په توګه د دغو هېوادونو حقونه او ګټې محدودې کړي ، نوموړو هېوادونو مجبورا د دغو وارد شويو جامو د ګمرکي مالياتو له زياتولو څخه لاس اخيستي و ،خو روندا د خپلو ملي صنايعو د پرمختګ لپاره امريکا ته سر نه دی ټيټ کړی.په دې وروستيو ورځو کې امريکا بيا له رونداو څخه غوښتي چې له يادو جامو څخه ګمرکي ماليات کم کړي ، که نه سخته پايله به ولري.

دا څرګنده ده چې چا پر نورو هېوادونو اقتصادي تېری کړی دی.د نيويارک پوهنتون پروفيسور او د نړيوال اقتصاد د څېړنيز انسټيټيوټ څېړونکی جامس نورټ په دې اند دی چې که چين پر نورو هېوادونو باندې اقتصادي تېری کړی وای، نو ښايي په زياترو هېوادونو کې منفي توازن رامنځته شوی وای، خو اوس حقيقت دا دی چې له امريکا پرته په نورو عمده سوداګريزو هېوادونو کې چې له چين سره سوداګري کړې او کوي يې ، منفي توازن نه دی رامنځته شوی.

امريکا د نړيوال کېدو په سيالي کې د پوځي، پولي، علمي ځواکونو او د امريکايي ډالرو د جوړولو په اتکأ د تش په نامه د اقتصادي ګټو د لټولو لپاره په ناوړه توګه پر خپلو ملګرو او سيالو بېلا بېل تورونه لګولي.امريکا د چين د ورخلاصون او همکارۍ پياوړتيا او د ازادې سوداګرۍ سيستم ساتنه اقتصادي تېری بولي چې امريکا اصلا د نړيوال پوليس په توګه د سوداګرۍ خونديتوب کړنو لپاره پلمې جوړوي.

د سپينې ماڼۍ د بادار غوښتنې دريځ به بدل نه شي او د چين پرمختيايي لار به هم له ستونزو سره مخ شي. خو خلک بايد حقيقت درک ړي چې چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې غوره کېدو له ۴۰ کلونو راهيسې هېڅکله د بهرنيو فشارونو پر وړاندې خپل سر نه دی ټيټ کړی او چين پّ دې بهير کې پرمختګ موندلی او په نړيواله ټولنه کې يې مهمه ونډه اخيستې ده، نو که چين ستر پرمختګ وکړي، دا به د نړۍ لپاره ستر خدمت وي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای