CRI Online

يانګ جي پو: د چين او جرمني تر منځ د ثابتو اړيکو په پرمختګ سره نوي ټکي پيدا کيږي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-06 16:08:48

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ اروپا ته رسيدلی. نوموړی به په جرمني کې د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له صدراعظمې انګيلا ميرکيل سره په ګډه د چين او جرمني حکومتونو تر منځ د پنځمې دورې بحث مشري وکړي. په دې هکله د چين د ټولنيز ساينس اکاډمې د چين او جرمني تر منځ د همکارۍ مرکز منشي يانګ جي پو د چين او جرمني تر منځ د ثابتو اړيکو په پرمختګ سره د نويو ټکو د پيدا کولو تر عنوان لاندې يوه مقاله وليکله.

په دغه مقاله کې ليکل شوي چې د چين او جرمني تر منځ د سياسي اړيکو د جوړيدو د ۴۶ کلونو، په تيره بيا په ۲۰۱۴ کال د دواړو هېوادونو تر منځ د جګ پوړو تګ راتګ له امله د سوداګرۍ او پانګونو اندازه ډېره زياته شوې، کولتوري راکړه ورکړه په پر له پسي ډول پراخه شوې او خپلمنځي اړيکې ورځ په ورځ پراخې شوې. په اوسنيو پيچيلو نړيوالو حالاتو کې جرمني ته د صدراعظم لي که چيانګ سفر به هرومرو د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخيزو اړيکو د ثابت پرمختګ، او د دواړو هېوادونو او د چين او اروپا تر منځ د اړيکو لپاره ګټور وي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای