د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا د فدرالي زيرمې کميټې د جولای په ۵مه نېټه په جون مياشت کې د پيسو د تګلارو په نوبتي غونډه کې يادښت خپور کړ چې له مخې يې ډېری امريکايي تصدۍ د ګمرکي مالياتو او نورو سوداګريزو بنديزونو په هکله د ټرمپ حکومت د تګلارو له امله د رامنځته شويو منفي اغيزو په هکله ورځ په ورځ ډېرېږي.
په يادښت کې ويل شوي چې ځينو امريکايي تصديو د سوداګريزو تګلارو د ناثبتوالي له امله د خپلو لګښتونو د کمېدو او ځنډولو پلان غوره کړی، د فولادو د توليد ځينو تصديو اټکل کړی چې د وارداتو ګمرکي ماليات به لوړ شي، نو د خپلو توليداتو بيې به لوړې کړي، خو دا پلان نه لري چې د خپلو نويو پانګونو له لارې به د توليد توان لوړ کړي. د کرهنې تصدي انديښنه لري چې د ګمرکي مالياتو لوړيدل به د دوی پر صادرونکو توليداتو منفي اغېزه وکړي. برسيره پر دې د نورو هېوادونو اقتصادي بدلون او د سوداګريزو تګلارو په اړه انديښنې په امريکا کې د بيو بازار اغيزمن کړی .
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |