د سين هوااژانس د خبر له مخې، د حکومتولۍ په اړه د شي جين پينګ د نظريې کتاب لومړی جلد د جولای په ۶ مه نېټه په الکترونيکي بڼه په چينايي او انګليسي ژبو د اماځون او ويردريو په شمول د الکترونيکې کتابونو په انلاين کتاب پلورنځيو کې خپور شو. په دغه کتاب کې نړيوالې ټولنې ته په نوې زمانه کې د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ نظريې ليکل شوې دي.
په دغه کتاب کې ليکل شوي چې د شي جين پينګ په مشرۍ د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې په لارښوونه دغه ګوند او د هېواد د بېلا بېلو قومونو اوسيدونکو په نوې زمانه کې د چين د ځانګړي سوسياليزم د پرمختګ ستر کارونه عملي کړي او کوي يې چې دا د چين د ځانګړي سوسياليزم د نظريو او د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس په اړه د شي جين پينګ د نظريو په هکله تر ټولو باوري کتاب دی.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |