CRI Online

د امريکا لخوا پر چينايي توليداتو د ګمرکي مالياتو د زياتوالي په مقابل کې د چين انتقامي تدبيرونه د جولای د شپږمې نېټې د غرمې په دوولسو بجو او يوې دقيقې په رسمي توګه عملي شول.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-06 17:13:00

د چين د ګمرک عمومي ادارې د مالياتو د اخيستلو څانګې مسؤل په قول، د امريکا د ځينو توليداتو په مقابل کې د چين د ګمرکي مالياتو د زياتوالي تدبيرونه د بېجينګ پر وخت د جولای د شپږمې نېټې د غرمې په دوولسو بجو او يوې دقيقې په رسمي توګه عملي شو. دغه مسؤل د جولای په پنځمه نېټه په يوه خبري ناسته کې د امريکا د ځينو تدبيرونو په مقابل کې د چين د انتقامي تدبيرونو د عملي کېدو مهال وېش د يادونې په وخت کې خبر ورکړ چې په ۲۰۱۸م کال کې د چين د دولتي شورا د ګمرکي مالياتو د تعرفې کميټې د پنځمې اعلاميې له مخې، د چين اړوند تدبيرونه به د امريکا د تدبيرونو له پلې کېدو نه وروسته سمدلاسه عملي شي. د امريکا د ګمرک او سرحد ساتنې رياست د خبر له مخې، امريکا پر ځايي وخت د جولای د شپږمې نېټې په پيل کې (يعنې د بېجينګ پر وخت د همدې ورځې د غرمې په دوولسو بجو او يوې دقيقې ) د چيني توليداتو په لومړي لېست کې د ۸۱۸ ډولونو او د ۳۴ ملياردو امريکايې ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو د ۲۵ سلنې نورو مالياتو په اخيستلو شروع کړې، نو چين په همدې ورځ د انتقامي عمل په توګه د امريکا پيمانې ته ورته اندازه کې په برابرۍ توګه پر امريکايي توليداتو د ۲۵سلنې نورو مالياتو په اخيستلو پيل کړی دی.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای