د چين د ماشينونو او صنعت ټولنې د کارپوهانو کمېټې مشر جو سن د جولای په۶ مه نېټه له خبريالانو سره د مرکې پر مهال وويل، چې په دې وروستيو کلونو کې د چين د توليدي چارو ډېر چټک پرمختګ کړی او پيمانې يې په نړۍ کې مخکښ ځای نيولی دی، خو ګټې،موثريت، کيفيت، جوړښت، دوامدار پرمختګ او د سرچينو د سپما په شمول زياتې برخې يې تر ځينو پرمختللو هېوادونو ډېرې کمزورې دي. نوموړي وړانديز وکړ چې موږ بايد د توليدي موثريت د لوړولو لپاره هڅې وکړو ترڅو دوامدار پرمختګ موموو. خو د چين د توليدي چارو د پرمختګ په بهير کې به رامنځته شوې سيالي خطرناکه نه وي او د ګډې ودې لپاره به ګټوره وي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |