CRI Online

تبصره: د سوداګرۍ په باره کې د امريکا د ځورونې دوکتورين به ناکام شي.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-06 18:23:41

د جولای په شپږمه نېټه امريکا په رسمي توګه د څلور دېرش مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چينايي توليداتو د پنځه ويشت سلنې نورو مالياتو په اخيستلو شروع وکړه. چين د انتقامي عمل په توګه په همدې ورځ امريکا ته ورته اندازه کې پر امريکايي توليداتو د پنځه ويشت سلنې نورو مالياتو په اخيستلو پيل وکړ. د چين د سوداګرۍ وزارت وياند وويل، چين د خپل هېواد او خلکو د مرکزي ګټو د ساتلو لپاره په مجبوره توګه لازم انتقامي تدبيرونه عملي کوي. ويل کېږي چې د بشريت په تاريخ کې يوه ډېره لويه پيمانه لرونکې سوداګريزه جګړه رامنځته شوې ده.

البته، چين يوازې ورسره مقابله نه کوي. بلکې له چين مخکې، د اروپايي ټولنې، کاناډا، مکسيکو، هند او ترکيې په شمول ځينو هېوادونو د امريکا سره په مجادله کولو پيل کړی دی. په نړۍ کې د امريکا د ځورونې له دوکتورين سره د مقابله کولو قوت ورځ په ورځ قوي کېږي.

رښتيا دا ده چې د امريکا لخوا په خپور شوي لېست کې په سلو کې نهه پنځوس برخه توليدات په چين کې د امريکايي تصديو په شمول د بهرنيو تصديو توليدات دي. نو امريکا ټولې نړۍ ته او حتی خپلځان ته ډز ورکوي. نو د ځورونې دوکتورين به ناکم شي.

د ۲۰۱۸م کال د جولای شپږمه نېټه به تاريخ کې ثبت شي. په همدې ورځ امريکا په يواړخيزه توګه سوداګريزه جګړه پيل کړه او پر نړيوال اقتصادي نظام يې بريدونه پيل کړل. هيڅ کومه خوا به له دغې جګړې څخه ځان ونه ژغوري او ورڅخه به ګټه وانه خلي. نړيواله ټولنه بايد يو لاس شي، بايد په ټينګار سره ازاده سوداګري او څواړخيز نظام وساتي او بايد د سوداګرۍ په باره کې د امريکا د ځورونې دوکتورين سره کلک او ټينګ مخالفت وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای