CRI Online

چين د سوداګرۍ او پانګونو له پروټيکشنيزم سره مخالفت کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-06 19:32:21

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د خارجه وزارت وياند لو کانګ د جولای په ۶مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې يو ځل بيا د چين او امريکا د سوداګريزې مسئلې په هکله د چين دريځ څرګند کړ. هغه وويل چين تل د يوې اړخيزې غوښتنې له کړنې او د سوداګرۍ او پانګونو له پروټيکشنيزم سره مخالفت کړي او د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره به ازاده سوداګري او څو اړخيز ميکانيزم وساتي.

لو کانګ وويل چې په واقعي توګه د امريکا حکومت په وروستۍ موده کې د يوې اړخيزې غوښتنې او د سوداګرۍ او پانګونو د پروټيکشنيزم يو لړ تدبيرونه غوره کړي دي چې د نړيوالې ټولنې پراخې انديښنې او غندنې سبب شوي او ځينو هېوادونو د امريکا د دغې کړنې پر وړاندې ځوابي تدبيرونه هم غوره کړي او کوي يې.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای