CRI Online

وانګ يي د ايران د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-06 20:19:59

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د جولای په شپږمه نېټه د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي چې د اطريش په ويانا کې د ايران د ذروي مسئلې په اړه د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې په ګډون بوخت دی، د دغې غونډې په ترڅ کې له خپل ايراني سيال سره خبرې اترې وکړې او دواړو خواوو په عمده توګه د دغې غونډې په اړه د نظريو تبادله وکړه.

له نوموړي سره په خبرو وانګ يي وويل، چې دغه غونډه د ايران له ذروي تړون څخه د امريکا له وتلو نه وروسته د اړوندو خواوو د وزيرانو په کچه لومړۍ غونډه ده. باور لرو چې په دغه غونډه کې د ياد تړون، نړيوالو قواعدو او د ذروي وسلو د نه خپرېدو سيستم د ساتلو ښکاره نښه وښودل شي. نړيوال تړون ته درناوی کول اساسي نړيوال اصل دی. د دغه تړون مؤثريت او صلاحيت دې وساتل شي. چين غواړي د ايران په شمول له اړوندو خواوو سره يو ځای د دې لپاره کوښښونه وکړي.

وزير جواد ظريف وويل، امريکا په يوازې سر له دغه تړون څخه له وتلو نه وروسته ايران لا هم پر دې ټينګار کوي چې په دغه تړون کې پاتې شي. له دې څخه د ايران مسؤلانه رويه څرګندېږي. هيله لرو چې په دې غونډه کې نه يوازې د ياد تړون د ساتنې، بلکې د ايران په شمول د دغه تړون د اړوندو خواوو د حقه حقوقو د ساتنې اواز هم پورته شي. ايران له اوږدې مودې راهيسې، د ايران د ذوري مسئلې په اړه د چين د مثبت رول لوړه ستاينه کوي او هيله لري چې چين د نړيوالو اصولو او نظامونو د ساتلو لپاره مهم رول ولوبوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای